د اسلامی شورا د جرګې د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن وياند سيدحسين نقوی حسينی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په روانه اونۍ كښې د دغه كميشن د غونډو ترسره كيدو ته په اشارې سره څرګنده كړه: د امريكې د عواملو او ګوډاګيانو لخوا د اسلامی مقدساتو په تيره بيا د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د مقدس شخصيت په باب سپكاوی ته په پام سره دغه موضوع به د پارليمان د بهرنی سياست او ملی امنيت د كميشن د غړيو لخوا وڅیړله شی.
دوی ووئيل: دغه كميشن كوشش كوی چې د اسلامی او غيراسلامی بين المللی ټولنو له لارې د اسلامی مقدساتو د سپكاوی موضوع په جدی توګه تعقيبه كړی او د دغه سپك اقدام د عواملو ترسختې مجازاتيدنې او ورته د سزا تروركولو پورې به خپلو تعقيبونو ته دوام وركړی. 1098555