IQNA

احمدی نژاد: د ايران خلك په هيواد كې اوسيدونكی كډوال خپل وړونه او خوايندې ګڼی

13:28 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412494
سياسی ډله: د اسلامی ايران و لسمشر د نورو هيوادونو د كډوالو او مهاجرينو په وړاندې د ايران د خلكو مسوليت منل د يوه ملت له ظرفيت څخه زيات وبلل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد پرون په تهران كښې د كډوالو په چارو كښې د ملګرو ملتونو له كمشنر انتونيو ګوټرس سره په كتنې كښې وويل د ايران خلكو د يوه ملت له ظرفيت څخه زيات د كډوالو په وړاندې خپل مسوليت منلی دی او په ايران كښې هستوګنه كډوال خپل وړونه او خويندې ګڼی.
د اسلامی ايرا ن ولسمشر احمدی نژاد ټينګار وكړ د كډوالو په چارو غور كول يو انسانی اقدام دی او ټول بايد د يوې دندې په توګه د دنيا په ټولو سيمو كښې له كډوالو سره مرسته وكړی.
د ايران ولسمشر هيله وكړه چې د ملګرو ملتونو د كډوالو د چارو د كمشنرۍ په مرستې سره ژر ترژره په دنيا واكمن نظم اصلاح او عدالت واكمن شی او د دنيا ټول كډوال خپلو هيوادونو ته ستانه شی.
د كډوالو په چارو كښې د ملګرو ملتونو كمشنر انتونيو ګوټرس هم د ايران له و لسمشر سره په كتنې كښې د افغانستان له كډوالو څخه د ايران د اسلامی جمهوريت د ميلمستيا په مننې سره وويل له افغان كډوالو د ايران د ملت هركلی او ميلمستيا ډيره له سخاوت ډكه ده.
هغه د افغانستان كډوالو ته په پناه وركولو كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كړچار او له هغوې سره مرسته د ستاينې وړ وبلله او زياته یې كړه د كډوالو په وړاندې د ايران اقدامات رغنده دی او هغه د ايرانيانو له ژورو مذهبی اعتقاداتو راپورته شوی دی. د كډوالو په چارو كښې د ملګرو ملتونو كمشنر انتونيو ګوټرس په دې خبرې سره چې له كډوالو سره د ايران د مرستو په وړاندې د ملګرو ملتونو د كډوالو د چارو د سترې كمشنرۍ اقدامات كم دی وويل نړيواله ټولنه بايد په دې زمينه كښې له ايران سره ډيرې او اغيزشيندونكی مرستې وكړی.
1099141

captcha