د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د لبنان له نور ریډيو د ويب پاڼې یې نقلوی چې د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر سيد حسن نصرالله به نن شپه د لبنان په المنار ټيلی ويژن كې د ځاې وخت په مطإبق ماښام اته نيمې بجې او د پاكستان د ځاې وخت په مطابق شپې لس نيمې بجې او په افغانستان كې د شپې يولس بجې وينا كوی.
حسن نصر الله په خپلې وينا كې د سيمې وروستی بدلونونه او سياسی حالت په اړه خبرې كوی او همدارنګ تمه ده چې د شام په اړه او د اسراييلو د حكومت د ګواښونو او همدا رنګ لبنان ته د پاپ سفرپه اړه به خبرې وكړی.
حزب الله له دې وړاندې په يوې بيانیې كې د دې هيواد له ښاريزو غوښتې وو چې د ستمبر په اوولسمی نیټې د پيغمبر اكرم(ص) په شان كې د سپكاوی نه د ډك فيلم په امريكې كې له خپريدا په خلاف د «لبيك يا رسولالله» په نوم مظاهرې تر سره كړی.
1099398