IQNA

17:41 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412762

علی لاريجانی: د اسلام پيغمبر ته له سپكاوی ډك فلم د ټولو مسلمانانو د حيثيت ترور دے

سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی د اسلامی شورا په علنی غونډه كې د اسلام د ګران پيغمبر (ص) په شان كې له سپكاوی د ډك فلم خپريدل په سختو ټكو وغندل.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی د اسلام د ګران پيغمبر (ص) په شان كې له سپكاوی د ډك فلم ېې د نړۍ د ټولو مسلمانانو د حيثيت ترور وګڼل.
ښاغلی لاريجانی وويل له يوې خوا د امريكا د بهرنيو چارو وزيره وايی له دې فلم د خپريدو موخه د فتنې رامنځته كول دی خو له بلې خوا هغوی د دې فلم عاملانو ته كومه سزا نه وركوی نو يواځې د دې خبرې كول به مسلمانانو ته كومه ګټه ونه لری.
د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی په ډاګه كړه اوباما بايد مسلمانانو ته له زغم د كار اخيستو په ځای په خپله د دې جنايت عاملينو ته سخته سزا وركړی.
د امريكايی صهيونيستی لابيو له خوا د اسلام د ګران پيغمبر صلی الله عليه واله وسلم په شان كې له ګستاخۍ د ډك فلم خپريدو تر ټولو لومړئ په بنغازی كې د امريكا د سفير ژوند واخيست او په ډيرو نورو هيوادونو كې هم د امريكا په سفارت بريدونه وشول.
1099244
captcha