IQNA

د كابل پوهنتون محصلينو پيغمبر اكرم د شان د سپكاوی په اړه د جوړ شوی فلم پر ضد مظاهره وكړه

17:41 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412766
نړيواله ډله: د كابل پوهنتون په سلګونو تنو محصلينو نن سهار په امريكا كې د هغه فلم پر ضد چې د اسلام ستر پيغمبر ته په كښې سپكاوی شوی مظاهره وكړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له افعانستان څانګی یې نقلوی د كابل پوهنتون په سلګونو مظاهره چيانو چې د امريكا په ضد یې شعارو وركول، د كابل پوهنتون مخې ته يو شپږ ماده یېز پريكړه ليك هم ولوست.
په پريكړه ليك كې ويل شوی، چې كه چېرې د امريكا حكومت فلم جوړونكی محاكمه نه كړی نو خپلو مظاهروته به دوام وركړی.
تيره ورځ په خوست او ننګرهار ولايتونو كې خلكو په دې اړه مظاهرې وكړې.
هم دا راز نن په هرات ولايت كې هم په زرګونو افغان معترضانو د امريكا او اسرائيلو پر ضد شعارونه وركړل او د اوباما څيره او د امريكا بيرغ ېې وسوځاوه.
څو مياشتې وړاندې په بګرام كې قران كريم ته د سپكاوی له امله افغان قهرجنو مظاهره چيانو په بګرام هوايی اډه د تیږو ګزارونه وكړل چې امريكايی عسكرو هم د دې عمل په غبرګون كې كابو ۴۰ تنه مظاهره كوونكی ووژل.
http://www.avapress.com/vdcaiany.49nam15kk4.html

captcha