د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ا نقلاب د ساتندويه ځواك عمومی قوماندان ښاغلی محمد علی جعفری چې نن ئې د سپاه پاسدارانو د درو واړو ځواكونو د جوړيدا په باب د امام خمينی رحمه الله عليه د فرمان د صادريدا د كليزې په مناسبت په يوې خبری غونډې كې خبرې كولې زياته كړه سپاه پاسداران په خورا ماډرنو او سنبالو وسلو سره او بشپړ امكاناتو سره خپلې دندې ترسره كوی.
البته د نرم آوزارۍ بحثونو ته په پام سره چې تجروبه كړی مو دی، نن سبا ساتندويه ځواك د دښمنانو ګواښونو او احتمالی تيريو ته د غاښ ماتونكی ځواب لپاره بشپړ چمتو دی.
د اسلامی ا نقلاب د ساتندويه ځواك عمومی قوماندان روښانه كړه صهونيسټ رژيم نن سبا د كرښې وروستۍ برخې ته رسيدلی او د اسلامی نظام اقتدار او په سيمې او نړۍ كې د اسلامی ویښتيا د څپو پراختيا دغه ناروا رژيم لالهانده كړی دی.
1099625