IQNA

د عربستان لوی مفتی وايی په صهونيسټی امريكايی فلم كې د پيغمبر سپكاوی نه دی شوی

22:19 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412861
نړيواله ډله: په داسې حال كې چې د اسلام د ګران پيغمبر(ص) په شان كې د امريكائی صهونيسټی فلم سپكاويو د نړۍ د مسلمانانو او پتمنو ملتونو سخته كركه او غوسه راپارولې د عربستان لوی مفتی ادعا كړې چې په دغه فلم كې هیڅ ډول سپكاوی نه دی شوی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د اماراتو له خبری اژانس وام یې نقلوی چې د عربستان لوی مفتی شيخ عبدالعزيز بن عبد الله الشيخ بیګا په يوې اعلامې كې ويلی دی په دغه امريكائی فلم كې چې په درستې نړۍ كې ئې له امله غوغا جوړه شوې، د اسلام پيغمبر او اسلام ته هیڅ ډول سپكاوی نه دی شوی.
د عربستان دغه وهابی مفتی په داسې حال كې خوله دغه ډول خبرو ته وازه كړې چې د پيغمبر اكرم په شان كې په دغه ګستاخ فيلم كې چې له مسلمانانو څخه د براءت : په نامه او د صهونيسټی پانګوالو په ډالرو سره جوړشوی دی درسته نړۍ ئې منی چې د اسلام وروستی پيغمبر ته پكښې ډير زيات سپكاوی شوی دی.
بايد وويل شی چې د دغه امريكائی صهونيسټی فلم خپريدا په درستې نړۍ كې د مسلمانانو سخته غوسه راپارولې او ان تر دې چې نن په شپږمه ورځ هم په درستې نړۍ كې د امريكائی او د هغوی د تالی څټو د نارواؤ فعاليتونو او اقداماتو په ضد مظآهرې دوام لری.
نن هم د پاكستان په كراچۍ كې يو ځل بيا د امريكا د كونسلګرۍ په لور روان پاريدلی خلك چې د متحده مجلس وحدت مسلمين غورځنګ په اهتمام سره په ستر لاريون كې روان وو څو امريكايانو په ضد خپله غوسه او كركه نندارې ته وړاندې كړی له امريكائی كونسلګرۍ سره نزدې له پوليسو سره ونخښتل او ويل كیږی چې په اخ وډب كې يو شمير كسان ټپيان شوی هم دی او پوليسو پرې ړندې ډزې هم كړی دی خو د آل سعود د وهابی غړيدلی تفكر مفتيان بيا د خپلو اربابانو د خوشالولو لپاره پر لاس د لمر پټولو كوشش كوی.
1099528

captcha