د سبط النبی (ص) حضرت امام حسن مجتبی (ع) د نړيوالې كنګرې د اجرائی كمېټی مسئول حسېن شمسائی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې دې ته په اشارې سره چې د دغې كنګرې د سياستګذارۍ د شورا وړومبنۍ غونډه د ټول هېواد د علميه حوزو د مركز د مشر ايت الله حسېنی بوشهری، د اهلبېتو د نړيوالې ټولنې د عمومی سېكتر ايت الله اختری او د غونډه جوړونكو ادارو د نمائندګانو په ګډون سره جوړه شوه زياته كړه: په دغه غونډه كښې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د سپكاوی او د امريكې او صهيونېسټ رژيم د اقدام د غندلو په ترڅ كښې د كنګرې د مختلفو برخو مسئولان مشخص شول.
هغۀ د دې مطلب په بيانولو سره څرګنده كړه: د دغې كنګرې محورونه زيات دی او په ١٤ برخو كښې به جوړیږی چې وبلاګ ليكنه، شعر او مقاله د دغې كنګرې له اصلی محورونو څخه ګڼل كیږی.
د شمسائی په قول ، دې ته په پام سره چې امام حسن مجتبی (ع) د نورو معصومو امامانو عليهم السلام په نسبت كم پېژندل شوے دے زيات مهجور او مظلوم دے او د دغه امام نوم كم اخېستل كیږی د دغې كنګرې د جوړولو په لټه كښې شو.
شمسائی د خپلې وېنا په يوه بله برخه كښې وويل: د امام حسن (ع) په تېره بيا له معاويه سره د هغۀ د سولې په اړه د ځوان نسل اګاهی كمه ده ؛ نو له دې امله د دې كنګرې په جوړولو سره غواړو د دغه معصوم امام (ع) له مخ مبارك څخه د وختونو دوړې وڅنډو.
هغۀ زياته كړه دغې كنګرې ته بلنه لا نۀ ده اعلان شوې او اټكل كیږی چې په راتلونكې يوه مياشت كښې به اعلان شی.
1098628