د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسلامی علمی، تربيتی او كلتوری تنظيم آېسسكو د سيمه ايز دفتر ډائرېكټر عباس صدری پرون د وږی دمياشتې په ٢٥ نېټه د مسلمانو محصيلينو د نړيوالو قرانی سياليو د څلورمې دورې په وروستيو مراسمو كښې په خپله وېنا كښې د د اسلامی علمی، تربيتی او كلتوری تنظيم آېسسكو د عمومی ډائرېكتر عبدالعزيز عثمان التويجری سلامونه په دغو سياليو كښې ګډون كوونكو ته ورسول او وې ويل: د خداے پاك شكر دې چې د آېسسكو د دېرشمې كليزې په موقع مې دا توفيق پېدا كړ چې د قران شريف د قاريانو، حافظانو او استاذانو ترمېنځ موجود يم.
هغۀ وويل: همدا اوس په نړۍ كښې اسلام ته د ګروهنې څپه د اوج په حال كښې ده او د قرانی متفكرانو په باور اسلامی نړۍ په قرانی ډګر كښې د يو كم نظيره غورځنګ په حال كښې ده چې په نړيواله سطح قرانی ترويجی پروګرامونو ته ضرورت له مخكښې نه زيات څرګند شوے دے.
صدری زياته كړه: د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو جوړيدل د دا ډول ترويجی فعاليتونو يوه د قدر وړ برخه ده چې دافرصت رامنځته كوی چې د مختلفو هېوادونو محصيلين سره راغونډ شی او د قران شريف په محوريت سره د معنوی سياليو په يو قالب كښې د قران شريف له لوړو تعليماتو سره اشنا شی.
هغۀ په خپله وېنا كښې همدارنګ د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د سپكاوی وروستی اقدام ته اشاره وكړه او تاكيد یې وكړ د آيسسكو تنظيم په خپله يوه بيانيه كښې دغه له سپكاوی نه ډكه اقدام په سختۍ سره غندلے دے.
1098517