IQNA

يورپی يونين د مسلمانانو مظاهرې د تندلاريتوب لپاره د دين له اوزار څخه استفاده وبلله

22:16 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412878
نړيواله ډله: د يورپی يونين د بهرنی سياست مسئول كاترين آشتون وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ٢٤ نېټه د امريكې په سفارتخانو باندې د حملو په غندلو سره دغه اقدام له دينی تعليماتو څخه د تندلارود استفادې اوزار وبالۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د atlasinfo د اطلاع رسونې دسایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په داسې حال كښې چې د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له سپكاوی نه د ډك فېلم په خپرېدو باندې د ټولې نړۍ د مسلمانانو احتجاجونه دوام لری او سياسی او دينی شخصيتونه د دغه فېلم خپرول غندی، يورپی يونين په خپله يوه بيانيه كښې يوازې د امريكې په سفارتخانو باندې حملې وغندلې.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی چې يورپی اتحاديه له اسلامی هېوادونو څخه غواړی چې د بهرينو ډېپلومېټانوامنيت دې وساتی او زر تر زره دې د ارامښت راستنولو زمينه برابره كړی.
كارترين آشتون له سپكاوی نه ډك فېلم ته بې له اشارې نه چې د نړۍ د مسلمانانو زړونه او احساسات یې زخمی كړی دی وويل: زۀ په سفارتخانو باندې د مظاهره كوونكو حملې چې په نتيجه كښې يو شمېر كسان مړۀ او مالی زيانونه رامنځته شول په سختۍ سره غندم.
هغۀ وويل چې زه دې تاوتريخوالو لپاره هیڅ دليل نه وينم او د هغوی كسانو دغه اقدام چې د خپلې شدت پسندۍ لپاره د دين له اوزار نه استفاده كوی په سختۍ سره غندم.
1098158
captcha