IQNA

د اسلام په خلاف د فېلم د خپرولو لپاره د جرمنی د ښی اړخو افراطيانو فېصله

22:17 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412879
نړيواله ډله:په جرمنی كښې د Pro Deutschland نومې ښی اړخه افراطی ډله غواړی په برلېن د كښې د اسلام په خلاف جوړ شوے له سپكاوی نه ډك فېلم خپور كړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lexpressiondz د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په داسې حال كښې چې د له سپكاوی نه ډك امريكائی فېلم د ځينو برخو خپرېدل په نړۍ كښې د مسلمانانو د قهر د راپارېدو سبب شوې دی د جرمنی يوې اسلام دښمنې ډلې Pro Deutschland اعلان وكړ چې دغه فېلم چې ويل كیږی دوه ګېنټې دے به ډېر زر په برلېن كښې په كامله توګه خپور كړی.
د دغې اسلام دښمنې ډلې مشر مانفرډ ورهس له شپیګل خپرونې سهر په مركه كښې وويل: د دغه فېلم خپرول زمونږ لپاره د بيان د ازادۍ او د هنر د احترام په لړ كښې ډېر مهم دی.
دغه ډله چې په تېرو څو مياشتو كښې د جوماتونو په وړاندې په غونډو جوړولو او د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې له سپكاوی نه د ډكو تصويرونو په خپرولو سره پېژندلې شوې ده د جرمنی د سياسی او دينی چارواكو لخوايوه اورپكه ډله بللې شوې ده.
جرمنی د كورنيو چارو وزير هانس پیټر فرډريش د ګستاخانه فېلم د خپرولو لپاره د دغې ډلې د دغه اقدام په غندلو سره تاكيد وكړ: دغه ډله يوازې دا غواړی چې مسلمانان راوپاروی او د جرمنی د خلقو ترمېنځ د فتنې اور بل كړی. زۀ له دغه ډول اقداماتو سره د مقابلې لپاره له ټولو قانونی لارو څخه استفاده وكړم.
1099147
captcha