IQNA

د اسلامی مقدساتو د بې حرمتۍ د ممنوعيت نړيوال قانون دې تصويب شی- شېخ الازهر

22:21 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412882
نړيواله ډله: شېخ الازهر احمد الطيب پرون د وږی د مياشتې په ٣٥ نېټه له ملګرو ملتو څخه وغوښتل چې د اسلامی مقدساتوله بې حرمتۍ سره د مبارزې لپاره دې يو نړيوال قانون تصويب كړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د maghrebemergent د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په امريكا كښې د اسلام په خلاف ((له مسلمانانو څخه بېزاری)) نومی فېلم له جوړېدو او خپرېدو وروسته شېخ الازهر د ملګرو ملتو د عمومی سېكتر بان كی مون په نوم په يو پرانېستی ليك كښې د مسلمانانو د مقدساتو د توهين د ممنوعيت لپاره د دغه تنظيم د غړيو لخوا د يو قانون د تصويبېدو په ضرورت باندې پخلے وكړ.
د دغه ليك په يوه برخه كښې راغلی دی: په دغه قانون كښې پكار دی د مسلمانانو او دينونو د مقدساتو د هر ډول توهين او سپكاوی لپاره يو لړ سزاګانې په نظر كښې ونيوې شی، ځكه چې داسې اقدامات نړيواله سوله او امنيت له خطر سره مخامخوی.
هغۀ زياته كړه: د ملګرو ملتو تنظيم دا ذمه واری لری چې په نړۍ كښې امن، امان او قراری ټينګه كیړ او له هر ډول تشدد او ناامنۍ سره مقابله وكړی. كه دغه قانون تصويب شی نو په قطعی توګه به په راتلونكو وختونو كښې د داسې خطرناكو پېښېو د رامنځته كېدو كتونكی نه يو.
احمد الطيب همدارنګ يو ځل بيا د اسلام په سپكاوی كښې د جوړ شوی فېلم په غندلو سره له ټولو مسلمانانو څخه وغوښتل چې د خپل ارامښت خيال دې وساتی چې د بې ګناه كسان سرونه په خطر كښې و نۀ لویږی.
1099184
captcha