IQNA

د سورئې د كړكيچ د څیړلو په موخه د اسلامی نړۍ د پوهانو او علماؤ غونډه وځنډيدله

22:48 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412905
سياسی ډله: د سورئې د بحران د اسلامی حل لارې د وړاندې كولو لپاره د اسلامی نړۍ د عالمانو او پوهانو غونډه چې ټاكل شوې وه د راروانې تلې د مياشتې په وړومبيو كښې ترسره شی، وځنډيدله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوالې ټولنې لخوا د اعلان شوې برنامې په اساس د سورئې د كړكيچ د اسلامی حل لارې د وړاندې كولو په موخه د اسلامی نړۍ د علماؤ بين المللی غونډه وځنډيدله كومه چې ټاكل شوې وه د راروانې تلې د مياشتې په ٥او ٦نیټه په تهران كښې ترسره شی.
ټاكل شوې وه چې په دغه غونډه كښې د بحران او حل لارې په مينځ كښې د سورئې حالات، د سورئې د كړكيچ په نسبت د بين المللی ارګانونو او هيوادونو دریځ، روغه جوړه او مقاومت، د سورئې د كړكيچ لپاره فقهی حل لاره او د سورئې راتلونكے او اطلاع رسونه د اسلامی نړۍ د علماؤ او پوهانو د بحث او څیړنې وړ له اصلی موضوعاتو څخه وګرځی.
د سورئې د كړكيچ د اسلامی حل لارې په موضوع سره د اسلامی نړۍ د علماؤ او پوهانو بين المللی غونډه به د اسلامی مذهبونو د نژديكت د سازمان لخوا د روان كال د لړم په مياشت كښې په تهران كښې ترسره شی. 1098536
captcha