د قرآن د راډيوئی شبكې عامل مدير محمدحسين محمدزاده د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك د بين المللی مقابلو ترڅنګ د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د مقدس شخصيت او حرمت په نسبت سپكاوې د اسلام د دښمنانو د شاته پاتې والی د ژورتيا ښودونكے دے.
محمدحسين محمدزاده په دوام كښې زياته كړه: په همدې اساس مونږ د قرآنی او اسلامی راډيوګانو د اتحادئې د عمومی منشی په توګه د اسلام پرخلاف د كفر د نړۍ وروستې حرمت وغندۀ.
د قرآن د راډيو شبكې دغه مدير څرګنده كړه: هيله من يو چې نوې قرآنی او اسلامی راډيوګان او همداراز ټولې اسلامی رسنۍ او چينلونه دغه شان اقدامات وكړی او په دې لړ كښې لازمې اطلاع رسونې او غندنې ولری. 1099297