IQNA

د ناپيئلو په غورځنګ كښې د اغيزمنو جوړښتونو په رامينځته كولو باندې د ايران او پاكستان د جمهوررئيسانو ټينګار

22:48 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412907
سياسی ډله: د ايران او پاكستان جمهوررئيسانو د يوبل سره په ټيليفونی خبرواترو كښې د ناپيئلتوب په غورځنګ كښې د لازمو او اغيزمنو جوړښتونو د رامينځته كولو په لازموالی باندې تاكيد وكړ.
د جمهوری رياست د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ايران جمهوررئيس محموداحمدی نژاد د پاكستان د جمهوررئيس آصف علی زرداری سره په ټيليفونی خبرواترو كښې په سيمه ايزو او بين المللی ډګرونو كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ پريمانه ظرفيتونو او وړتياؤ ته په اشارې سره ووئيل: د ناپيئلتوب غورځنګ يو خپلواك غورځنګ دے او په هغه كښې د موافقو د تعقيبونې او اجرا لپاره پكار دی لازم ارګانونه او سازمانونه بڼه ونيسی.
د ايران جمهوررئيس د سيمې بدلونونو او د سورئې پیښو ته په اشارې سره هم زياته كړه: په سوريه كښې د آرامتيا، سولې او تفاهم د رامينځته كولو په موخه پكار دی هپ دغه هيواد كښې د ښكيلو خواؤ سره د اړيكې لپاره يوه ډله جوړه شی.
د پاكستان جمهوررئيس آصف علی زرداری هم په دغو ټيليفونی خبرواترو كښې په تهران كښې د ناپيئلتوب د غورځنګ د شپاړسمې سرمشريزې غونډې په كاميابه ترسره كيدنه كښې د ايران د ښه مديريت په قدرولو سره ټينګار وكړ: په دغه غورځنګ ګښې د لازمو اجرائی جوړښتونو د جوړولو تعقيبونه او هم په سوريه كښې د ښكيلو خواؤ سره د اړيكې لپاره د يوې ډلې جوړول ضروری دی. 1099624
captcha