IQNA

اسلامی هيوادونه دې د لويدیځ سره په اړيكو كښې په بياكتنې سره، سپكاوی كونكی خبردار كړی

22:48 - September 16, 2012
د خبر لمبر: 2412908
سياسی ډله: د ايران د پارليمان د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميشن وياند په مختلفو دورو كښې د اسلامی مقدساتو په نسبت د لويدیځ له سپكاوی نه ډكو اقداماتو ته په اشارې سره څرګنده كړه: لازمه ده چې اسلامی هيوادونه د لويدیځو هيوادونو سره په خپلو اړيكو كښې په بياكتنې سره د اسلامی مقدساتو سپكاوی كونكی تنبيه او خبرداره كړی.
د ايران د اسلامی شورا د جرګې د بهرنی سياست او ملی امنيت د كميشن وياندوی سيد حسين نقوی حسينی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې د لويدیځ لخوا د سپكاوی نه د ډك فلم جوړيدو او د پيغمبراكرم(ص) په نسبت سپكاوی ته په اشارې سره څرګنده كړه: د امريكې او صهيونسټانو دغه سپك اقدام د اسلامی بيدارۍ د څپې راپورته كيدو او پراختيا او د ايران د اسلامی جمهوريت د اسلامی نظام د ترقۍ او كاميابۍ په وجه د لويدیځ د غوصې او ناخوالۍ سره مل يو بیړنۍ عكس العمل دے.
دوی زياته كړه: له بلې خوا لويدیځوال د قرآن كريم د تعليماتو او د اسلامی كلتور او فرهنګ په نسبت د ولسونو د مينې او پاملرنې د زياتيدو كتونكی دی او دا كار د لويدیځو هيوادونو د مشرانو د اندیښمنيدو سبب شوے دے، د رپورټونو او شميرنو له مخې، په لويدیځو هيوادونو كښې جوماتونو او اسلامی حجاب او پردې ته د خلكو ګروهنه ورځ په ورځ په زياتيدو ده او دغې كار د لويدیځ په تيره بيا د امريكې او صهيونسټی رژيم مشران سخت په غوصه كړی دی.
د ايران د اسلامی شورا د جرګې د بهرنی سياست او ملی امنيت د كميشن د رئيسه هيئت غړی په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې اسلامی نړۍ پكار دی د دغه كار سره د مقابلې لپاره په يو موټی توګه لاس په كار شی، څرګنده كړه: د اسلامی كانفرنس سازمان په دې زمينه كښې يو ډير مهم رول او مسئوليت په غاړه لری، اسلامی هيوادونو ته پكار دی چې د يوبل سره په هم خيالۍ او همكارۍ سره يو ځل د تل لپاره لويدیځو هيوادونو ته خبردارۍ او تنبيه وركړی. 1099122
captcha