د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د ټولو قواؤ معظم مشر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن سهار د اسلامی ايران د پوځ د افسرۍ د پوهنتون د محصلينو د زده كړې د دورې د ختميدو، لوړې او ورته د درجو د وركول كيدو په مراسمو كښې د خاتم الانبياء حضرت محمدمصطفی(ص) د نورانی څيرې د سپكاوی جنايت ته په اشارې سره ټينګار وكړ: ولسونو د صهيونسټی او استكباری اسلام دښمنه سياستونو په پيژندلو سره د خپل تور ګوته د امريكې او ځينو اروپائی هيوادونو په لور نيولې ده.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ايران د ستر ولس او د اسلامی بيدارۍ د جوش او خروش نه د ډك حركت سره په مخامخيدنه كښې د اسلام د دښمنانو د شاته پاتې والی د احساس په يادولو سره زياته كړه: دا كار سبب شوے چې د اسلامی امت دښمنان د دې وروستۍ پیښې په شان په ليون ډوله كارونو لاس پورې كړی.
دوی څرګنده كړه: په زياترو لويدیځو هيوادونو كښې څوك دا جرات نه كوی چې د هولوكاسټ په مجهول الحال پیښې باندې نيوكه وكړی او يا د همجنس بازۍ په شان د استكبار د بدو اخلاقی سياستونو په هكله كوم مطلب خپور كړی، نو بيا څرنګه دی چې په دغو مواقعو كښې د بيان آزادی هیڅ كارنده توب نلری خو د بيان د دروغجنې آزادۍ په عنوان سره د اسلام او د اسلامی مقدساتو سپكاوې آزاد دے؟
دوی په مختلفو هيوادونو كښې د امريكې د سياسی او اجتماعی مركزونو په لور د ولسونو اعتراضی مظاهرې له استكباری او صهيونسټی سياستونو څخه د هغوی د ژورې كركې نښه وبلله او څرګنده ئې كړه: د ولسونو زړونه له امريكې نه ډك دی په همدې وجه كله چې د دې وروستۍ پیښې په شان كوم مورد راپیښیږی، دغه كركه او نفرت په عمومی توګه په ډاګه كیږی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاكيد وكړ: بې له شكه، د دغه الهی دين سره د مستكبرانو په مقابله كښې به د اسلام لمر له بل وخت نه په زيات پړق سره وځلیږی او برياليتوب به د اسلامی امت په برخه شی. 1100540