IQNA

د غبرګولی د ١٥د فاؤنډيشن لخوا د سلمان رشدی د وژلو په انعام كښې ٥لكه ډالر زيات شول

20:58 - September 17, 2012
د خبر لمبر: 2413750
سياسی ډله: د غبرګولی د ١٥نیټې نومې فاونډيشن د يوې بيانیې په خپرولو سره د اسلام پرخلاف د لويدیځ د كينه ورو دسيسو د جرړې د وچولو لپاره يو عامل وبالۀ او ټينګار ئې وكړ: د سلمان رشدی د وژلو په انعام كښې پنځه لاكه ډالر زياتیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ولی فقيه استازی او د غبرګولی د ١٥د فاؤنډيشن سرپرست د يوې بيانیې په خپرولو سره د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د مقدس شخصيت په نسبت د لويدیځ سپك اقدام وغندۀ.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی: د پيغمبراكرم(ص) د مقدس ساحت په نسبت له سپكاوی نه د ډك فلم جوړيدل كۀ څۀ هم د اسلامی مقدساتو په تيره بيا د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د مقدس وجود په سپكاوی كښې د خدای پاك(ج) د دين د دښمنانانو ترټولو وروستې اسلامی ضد اقدام دے خو ترڅو پورې چې د د شيطانی آيات نومی كتاب د سپين سترګی مرتد سلمان رشدی د وژلو په هكله د حضرت امام خمينی رضوان الله تعالی عليه تاريخی حكم اجراء نه شی، دغه سپك اقدامات به ترهغه وخته پورې دوام ولری.
په قطعی توګه كه چې د امام حكم اجرا شوے وې، نو وروستيو سپكاويو به بڼه نه نيوله كوم چې د كارټون، مقالو او د فلم د جوړولو په چوكاټ كښې جاری دی. د اسلام سره د كينه لرونكو دښمنانو مخه كوم چې د سترشيطان يعنې د امريكې او د نژادپالو صهيونسټانو تربيرغ لاندې بڼه نيسی، يوازې د اسلام د پريكنده حكم په اجرا كولو سره نيول كيدې شی.
1099093
captcha