د تهران ښار د اسلامی شورا نائب رئيس او غړے حسن بيادی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال سره په مركه كښې د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د ترسره كيدو په هكله څرګنده كړه: له نيكه مرغه د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د ترسره كيدو چلن كال په كال مخ په وړاندې او ترقۍ روان دے.
دوی زياته كړه: د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك نړيوالې سيالۍ ورو ورو د قرآن په بين المللی مقابلو كښې خپل ځائې پيدا كوی خو بيا هم دا اندازه كافی نده او پكار دی لازيات كوشش وشی.
دوی ووئيل: د دغو مقابلو يوه لاسته راوړنه په پراخه كچه د قرآن د مقابلو په ترسره كولو كښې د يوموټی مديريت د سيمبول تمرين او مشق دے او د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو په شان يوې برنامې د ترسره كولو مسئوليت يوازې د پوهنتونی جهاد په غاړه نه دے. 1100327