د راډيو قرآن د اطلاع رسونې او انټرنیټی چارو مدير حجتالاسلام والمسلمين محمودرضا ذكاوت تبريز ښار ته د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د لیږل شوی خبريال سره په خبرو كښې د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د ترسره كيدو په هكله چې د ايران د محصلينو د قرآنی فعاليتونو د سازمان په همت ترسره شوه، څرګنده كړه: له نيكه مرغه د دغو مقابلو جوړونكو وكړې شول چې يوه ښه او منظمه برنامه اجرا كړی.
حجتالاسلام والمسلمين محمودرضا ذكاوت د دغو مقابلو د سطحې په هكله چې د روانې وږی د مياشتې له ٢١نه تر ٢٥نیټې پورې د تبريز ښار په كوربه توب ترسره شوې، ووئيل: زما له نظره د مقابلو په دې دوره كښې ډير ښه او غوره تلاوتونه وشول او د يو داور په وينا، د قرائت په څانګه كښې د سياليو كچه د قرآن او اوقاف د بين المللی مقابلو سطحې ته نژدې وه.
دوی ووئيل: د حفظ په څانګه كښې هم سيالۍ جوښتې او كوټلې وې او په مجموعی توګه هيله من يو چې دغه قرآنی پروګرامونه همداشان دوام ولری. 1100276