IQNA

داستاذ شهريار د نړيوال سيمينار وړومبۍ څانګه سبا پرانېستې كیږی

22:20 - September 17, 2012
د خبر لمبر: 2413760
د ادب ډله: د استاذ شهريار نړيوال سيمينار اجرائی سېكتر د تهران په ١٨ سيمه كښې د دغه سيمينار د وړومبنۍ برخې له پرانېستې څخه خبر وركړ او وې ويل: دغه مراسم به سبا د وږی د مياشتې په ٢٨ نېټه جوړیږی.
د استاذ شهريار د وړومبنی نړيوال سيمينار اجرائی سېكتر احد نژاد د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ ( اېكنا) سره په مركه كې د دغې غونډې د وړومبنۍ برخې افتتاح ته په اشارې سره وويل: دغه برخه به د سيمينار د سياست ګذارۍ د شورا د غړيو او د علمی پلاوی د غړيو په ګډون سره سبا د وږی د مياشتې په ٢٨ نېټه د تهران په ١٨ سيمه كښې افتتاح شی.
هغۀ وويل: دغه مراسم به د تهران د ١٨ سيمې په معلم نومې ريسرچ سنټر كښې سبا له سهار لسو بجو نه شروع كیږی چې په دغو مراسمو كښې به د ځينو شاعرانو د شعرونو د وړاندې كولو په ترڅ كښې د سيمينار د علمی سېكتر جليل تجليل په شان څېړونكی د استاذ شهريار په حقله ويناګانې وكړی.
هغۀ په دوام كښې وويل: ټاكل شوې ده د تهران په ١٨ سيمه كښې د دغه سيمينار د يوې برخې له افتتاح نه علاوه به د اومې او دويمې سيمې په شان په پينځمه سيمه كښې يوه يوه څانګه افتتاح شی چې ټول د شهريار له شخصيت او په فارسۍ شعر او ادب باندې دهغۀ له تاثير سره اشنا شی.
هغۀ يادونه وكړه چې همدارنګ د همدان، اصفهان، غربی آذربائيجان ، زنجان، اردبيل او كرمانشاه په شان د هېواد په نورو صوبو كښې هم د دغې غونډې څانګې افتتاح شی چې لا صحيح وخت یې نۀ دے مقرر شوے.
1100539
captcha