IQNA

د امريكې د سفير تر وېستلو پورې به په پاكستان كښې مظاهرې دوام ومومی

22:20 - September 17, 2012
د خبر لمبر: 2413762
سياسی ډله: د پاكستان مسلمانو عالمانو د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه ډك فېلم له جوړولو او خپرولو وروسته د دغه هېواد له حكومت نه وغوښتل چې تر څو یې له دغه هېواد نه د امريكې سفير نه وی شړلے تر هغه وخته پورې به خپلو احتجاجی مظاهرو ته دوا م وركړی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دپاكستان مسلمانو عالمانو په يوه غونډه كښې چې د دغه هېواد شيعه علماؤ د كونسل په اهتمام د خداے د ګران رسول (ص) د مقدس شان په خلاف د ګستاخانه فېلم د جوړولو او خورولو په لړ كښې د وږی د مياشتې په ٢٥ نېټه په راولپنډۍ ښار كښې جوړه شوه دا موضوع مطرح كړه.
په دغه غونډه كښې د دغه هېواد عالمانو او دينی او سياسی شخصيتونو څرګنده كړه: د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم جوړول په اسلامی هېوادونو كښې د امنيت د خرابولو لپاره د دښمنانو يو نوے سازش دے او د اسلام دښمنان په دې عمل سره اسلام ته د ګوزار وركولو او د مسلمانانو د ازارولو په لټه كښې دی.
په دغه غونډه كښې د مختلفو اسلامی ګوندونواو تنظيمونومشرانو او نمائندګانو ګډون وكړ.
1099972
captcha