د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د نارداران سيمې د مشرانو جرګې په يوه بيانيه كښې راغلی دی: آذری مسلمانان د خداے د ګران رسول (ص) او د اسلام د مبين دين په خلاف له سپكاوی نه د ډك فېلم جوړل د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان غندی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې د آذربائيجان مسلمانان د دغه فېلم د جوړولو او خپرولو د عاملانود سزا كولو غوښتونكی دی او دا اعلان كوی چې دغه فېلم د اسلام او مسلمانانو په خلاف د صهيونېسټانو دسيسه ده.
په دغه بيانيه كښې چې د وږی د مياشتې په ٢٥ نېټه جاری كړې شوې ده له سپكاوی نه د ډك امريكائی فېلم د خپرولو په بندولو باندې تاكيد وشو.
1100256