IQNA

د امريكې د كنسولګرۍ په وړاندې له مظاهره كوونكو څخه يوكس شهيد او يو شمېر نور ژوبل شول

22:21 - September 17, 2012
د خبر لمبر: 2413764
سياسی ډله: يو شمېر پاكستانی احتجاج كوونكی چې د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې دګستاخانه فېلم په خلاف یې په كراچۍ ښار كښې د امريكې د كنسولګرۍ په وړاندې مظاهره كوله د دغه هيواد پوليسو د ډزو ولګېدل.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد شيعه مسلمانانو چې پكښې دينی عالمان، طالبعلمان، محصيلين او زده كوونكی شامل وو پرون د وږی دمياشتې په ٢٦ نېټه د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف د ((لبيك يا رسول الله (ص) )) په نعرو سره په دغه ښار كښې د امريكې د كنسولګرۍ په وړاندې مظاهره وكړه چې د دغه هېواد پوليسو د حالاتو د كنټرولوو په بهانه په مظاهره كوونكو باندې ډزې وكړې. په داسې حال كښې چې په دغه مظاهره كښې مظاهره كوونكو هیڅ سړه او ګرمه وسله نۀ لرله د پاكستان د پوليسو له ډزو سره مخامخ شول چې په نتيجه كښې یې يو تن سيد علی رضا تقوی شهيد او يو شمېر نور مظاهره كوونكی ژوبل شول.
په دغه مظاهره كښې ګډونكوونكی د دغه هېواد يو دينی عالم علامه مېرزا يوسف حسېن څرګنده كړه: د خداے دګران رسول (ص) په عاشقانو باندې ګولۍ چلول يو بل غټ جرم دے چې د سترې شېطانې امريكې په حكم یې بڼه ونيوه. ځكه چې نړيوال استكبار په اسلامی هېوادونو كښې مسلمانانو ته د احتجاج حق هم نه وركوی او مونږ د خداے دګران رسول (ص) په لاره كښې د شهيد او زخميانو په وړاندې كولو باندې فخر كوو.
1099978
captcha