IQNA

د زده كوونكو جينكو د پردې په ممنوعيت باندې د قرقېزستان د مسلمانانو احتجاج

22:19 - September 17, 2012
د خبر لمبر: 2413766
سياسی ډله: د قرقېزستان مسلمانان به له سترناكو جينكو سره د مدرسو د ځينو پرنسپلانو او مديرانو د ناعادلانه سلوك په وجه د خالی په ورځ د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه احتجاجی مظاهره كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې دغه احتجاجی جلوس د سكولونو د ځينو مديرانو د هغه ناعادلانه سلوك په وجه چې په نوی تعليمی كال كښې سكولونو ته د سترناكو جينكو د داخلېدو خنډ شول جوړیږی.
د دغه هېواد دمسلمانو ښځو د غېر سركاری تنظيم ((متكلم)) مېرمن جمال فرنټ بېك قېزی د مدرسو د مديرانو په وروستيو فېصلو باندې د افسوس او اندېښنې په څرګندولو سره څرګنده كړه: دغه اقدامات د مسلمانو زده كوونكو جينكو د حقوقو څرګنده خلاف ورزی ده.
هغې پخلے وكړ: كه د قرقېزستان دتعليم وزير قنت صادق اف د خالی تر ورځې يعنې د تلې د مياشتې تر وړومبۍ نېټې پورې له سترناكو جينكو څخه معافی ونه غوښته او په سكولونو كښې د پردې د منعې قانون یې لغو نه كړ نو په احتجاجی مظاهرو به لاس پورې كړی او دغه مظاهرې به د اوش ښار د ښاروالۍ له مركز سره نزدې او تعليم د وزارت په وړاندې جوړې شی.
همدارنګ د دغه هېواد مفتياتو ادارې په سكولونو كښې د پردې د غېر اعلانيه منعې د عملی كولو په اړه د دغه هېواد د تعليم د وزارت كړچار او او فېصلې وغندلې او وې ويل چې داسې اقدامات د عقائدو د ازادۍ په اړه د اساسی قانون (آئين) د عملی كولو ضمانت ته ګوزار وركوی.
1095270
captcha