د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حبری اژانس tayyar.org یې نقلوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سيد حسن نصرالله په بيروت كښې د سلګونو زرو خلكو ټول ته په وينا كښې وويل مونږ د امريكا لخوا د اسلام ګران پيغمبرصلی الله عليه واله وسلم ته له سپكاوی د ډك فيلم پر ضد راغونډ شوی يو او امريكا بايد پوهه شی چې كه چيرې د پيغمبر د سپكاوی فيلم په كامل ډول خپور كړی نو په ټوله دنيا كښې به له خطرناكو پايلو سره مخامخ شی.
د لبنان د حزب الله مشر وويل مونږ واټونو ته راوتلی يوو چې د امريكا له سپكاوی ډك فيلم وغندو او مونږ به له اينټرنیټ څخه د دغه فيلم تر ليرې كيدا پورې خپلو مظاهرو ته دوام وركړو.
1100003