د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د پاكستان حكومت په دغه هېواد كښې په ګستاخانه امريكائی او صهيونېسټی فېلم باندې له پراخو احتجاجونو نه پس يوټيوب سایټ بند كړ.
د رارسېدلو رپوټونو له مخې د پاكستان ورځپاڼو پرون د وږی د مياشتې په ٢٧ نېټه په دغه هېواد كښې د ګستاخانه فېلم په خلاف د خلقو د پراخو احتجاجی مظاهرو د منعكس كولو په ترڅ كښې وليكل: د پاكستان مسلمانانو په دغو مظاهرو كښې د واشنګټن او اسلام اباد ترمېنځ د تعلقات د ختمولو غوښتنه وكړه.
د پاكستان د نورو مسلمانانو په شان د پاكستان د شيعه مسلمانانو تنظيم مجلس وحدت مسلمين هم د كراچۍ په ښار كښې د امريكې د كنسولګرۍ په وړاندې د ((لبېك يا رسول الله )) په نعرو سره زبردسته مظاهره وكړه چې په دغه مظاهره كښې د پاكستانی پوليسو په ډزو سره دوه تنه شيهدان او لږ تر لږ اتلس تنه ژوبل شول.
1101141