د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د ديانت د چارو تنظيم وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ٢٦ نېټه اعلان وكړ: له دغو كسانو څخه پينځۀ زره نهۀ سوه نهويشت تنه د تركی او يو زر شپږ سوه يو شپېتۀ په تركی كښې بهرنی سېلانيان دی چې دغه هېواد ته په سفر سره یې اسلام قبول كړ.
همدارنګ زياتره هغه كسان چې د اسلام مبين دين یې قبول كړے دے عيسائی ښځې دی او زياتره بهرنی كسان چې مسلمانان شوی دی له جرمنی، فرانسوی او برطانوی سېلانيانو څخه دی.
د ويلو ده چې د علان شويو شمېرنو له مخې په ١٣٧٩ كال كښې په امريكا كښې ٩٢٦ كسان مسلمانان شول خو د ستمبر د يولسمې له پېښې نه پس د اسلام د مبين دين په خلاف دامريكې د حكومت د ناوړو پروپېګېنډو په دليل دغه شمېر په ١٣٨١ كال كښې يو سل درې څلوېښت تنوته ورسېد.
1100384