د ايران د طبی اخلاقو د دريمې بين المللی غونډې او د هيواد د روغتيائی اخلاقود دريمې كلنۍ غونډې منشی كيارش آرامش د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې د نوموړې كنګرې جوړيدو ته په اشارې سره د هغې د اجرائی مخينې په هكله ووئيل: د دغې كنګرې وړومبۍ دوره له ١٣٧٣كال څخه پيل شوه او د هغې دويمه غونډه په كال ١٣٨٦هجری شمسی كښې ترسره شوه او په اوس حال كښې هم د دغې كنګرې دريمه دوره د روان ١٣٩١كال د كب د مياشتې په وړومبيو كښې ترسره كيدونكې ده.
دوی زياته كړه: د كنګرې د دې دورې لپاره د (كورنۍ تنظيمول يا Family planning او د كورنۍ سلامتيا)، ( د ميندو خيال ساتنه) ، (د جنين سقطول) ، (درمليز جين او جينټكې لاسوهنې) ، (جنسی روغتيا) او (كلوننګ) په شان چورليزونه په نظر كښې نيول شوی دی.
دوی يادونه وكړه چې د كنګرې په تاكيدوړ بحثونو كښې د ګډون لپاره مينه وال كوې شی خپلې مقالې د لړم د مياشتې تر ١٥نیټې پورې د كنګرې دارالانشاء ته راولیږی او د لازياتو معلوماتو لپاره دhttp://imec.tums.ac.ir سائیټ ته مراجعه وكړی. 1101172