د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د پاكستان د وحدت مسلممين تنظيم د يو مشر علامه امين شهيدی او د پاكستان د جماعت اسلامی ګوند د مشر قاضی حسين احمد په شان د څه باندې ٣٠دينی ګوندونو نمايندګانو په هغه غونډه كښې چې د روانې وږی د مياشتې په ٢٥نیټه ترسره شوه، په دغه هيواد كښې د ترسره كيدونكو ترهګرانه اقداماتو په وړاندې د پيوستون، وحدت او په دې لړ كښې د پريكنده برخورد كولو غوښتنه وكړه.
په دغه غونډه كښې قاضی حسين احمد ووئيل: مونږ په كویټه، كراچۍ، ګلګت او پاراچنار كښې ترهګرانه اقدامات غندو، دښمنان غواړی چې په دې كارونو سره پاكستان كمزورے كړی خو مونږ ته پكار دی چې د هيواد د ترقۍ او پرمختګ د حفاظت لپاره اساسی اقدامات وكړو او له خپلې فردی او ملی وظيفې نه غفلت ونكړو.
د دغې غونډې په پائې كښې د دغه هيواد د مختلفو دينی پارټيو نمايندګانو د ميانمار يا برما، عراق، بحرين او د نړۍ د يوشمير نورو هيوادونو د مظلومو مسلمانانو په حمايت باندې تاكيد وكړ. 1101162