د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرقيزستان د بهرنيو چارو مطبوعاتی او خبری منشی نن اعلان وكړ: په دغه فلم كښې د اسلام د قدرمن پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د سپیځلی ساحت سپكاوے شوے او دغې كار د ټولې نړۍ د مسلمانانو اعتراض او خفګان په ځان پسې لرلے دے.
د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت باوری دے چې د بيان د آزادۍ اصل ته په پام سره پكار دی د اخلاقی محدوديتونو خيال وساتلے شی او لويدیځ هيوادونه دې د اسلامی مقدساتو احترام وكړی. 1101238