IQNA

د امريكې له سپكاوی نه ډك فلم په جوړيدو باندې د قرقيزستان د حكومت نيوكه

23:13 - September 18, 2012
د خبر لمبر: 2414698
سياسی او ټولنيزه ډله: د قرقيزستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د مقدس شخصيت او د مسلمانانو د مقدساتو پرخلاف د سپك فلم په جوړيدو او ښودل كيدو باندې نيوكه وكړه او دغه كار ئې وغندۀ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرقيزستان د بهرنيو چارو مطبوعاتی او خبری منشی نن اعلان وكړ: په دغه فلم كښې د اسلام د قدرمن پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د سپیځلی ساحت سپكاوے شوے او دغې كار د ټولې نړۍ د مسلمانانو اعتراض او خفګان په ځان پسې لرلے دے.
د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت باوری دے چې د بيان د آزادۍ اصل ته په پام سره پكار دی د اخلاقی محدوديتونو خيال وساتلے شی او لويدیځ هيوادونه دې د اسلامی مقدساتو احترام وكړی. 1101238

captcha