د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د لكهنؤ ښار امام جمعه حجت الاسلام سيد جواد نقوی په دغه غونډه كښې ووئيل: نن سبا د اسلام دښمنان په خپل پوره توان او بې شرمۍ سره د اسلام او د اسلامی مقدساتو سپكاوے كوی او مسلمانانو ته پكار دی چې د دې كار په وړاندې خپل پراخ اعتراض څرګند كړی.
دوی په دوام كښې اشاره وكړه: د اسلام سره دښمنی په مختلفو شكلونو سره روانه ده، كله د پيغمبراكرم(ص) د كارټون په جوړولوسره، كله د كعبې شريفې په شكل د شراب خانې په جوړولو سره يا د قرآن كريم د پاڼو په سوزولو سره او په دې وروستيو كښې خو د داسې سپك فلم جوړيدل وينو چې پكښې د اسلام د قدرمن پيغمبر د شخصيت سپكاوے شوے دے.
د دغې غونډې د جوړولو هدف د اسلام دښمنۍ سره د مقابلې په لړ كښې كلتوری او فرهنګی لاروچارو وړاندې كول بيان شوی دی. 1100938