IQNA

د اسلامی تعاون تنظيم له اسلام نه د ويرونې په مخ زياتېدونكی چلند باندې اندېښنه څرګنده كړه

21:17 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415522
نړيواله ډله:داسلامی تعاون د تنظيم وياند وويل: دغه تنظيم له ډېرې مودې راهسې په نړۍ له اسلام څخه د ويرونې مخ په زياتدېدو چلند اندېښمن كړے دے.
د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې رضوان شېخ له عرب نيوز ورځپاڼې سره په مركه كښې د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم جوړول يو ډېر افسوسناك او شرمناك اقدام وبالۀ او وې ويل: مونږ د دغه فېلم جوړول په ډېرې سختۍ سره غندو او هيله لرو چې باقی نړۍ به هم په دې غندنه كښې له مونږ سره ملګرې شی.
هغۀ د بيان له ازادۍ څخه د اسلامی تعاون د تنظيم ملاتړ ته په اشارې سره وويل: دغه ازادی پكار نه دی د ټولنو او افراد د مذهبی احساساتو د توهين او سپكاوی لپاره استعمال شی او د تنظيم دغه دریځ د نړيوالو قوانينو مطابق دے.
د اسلامی تعاون د تنظيم وياند د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم جوړول يو قصداً اقدام وبالۀ او وې ويل د دغه فېلم د جوړوونكو هدف د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو او جذباتو راپارول دی.
1101225
captcha