IQNA

د نجف اشرف د مدرسو طلابو د امريكائی سامانونو د بائيكاټ غوښتنه وكړه

21:15 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415524
نړيواله ډله: د نجف اشرف د علميه حوزې طالبعلمانو او استاذانو وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ٢٧ نېټه د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په جوړولو او خپرولو باندې په اعتراض كښې د يو لړ احتجاجی مظاهرو په كولو سره د امريكائی جوړ څيزونو د بائيكاټ غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د نون خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د عراق د نجف اشرف په سلګونو طالبعلمانو او استاذانو په دغو احتجاجی مظاهرو كښې په عراق كښې د امريكې د سفارتخانې د بندولو اود امريكائی سامانونو د بائيكاټ غوښتنه وكړه.
د نجف اشرف د علميه حوزې يواستاذ شېخ عباس الجشعمی وويل: مونږ په دې مظاهرو كښې د امريكې د دغه ګستاخانه اقدام د غندلو په ترڅ كښې له اسلامی امت څخه غواړو چې يوازې د دغه اسلامی دښمنه حركت په زبانی غندلو باندې اكتفا ونكړی.
هغۀ زياته كړه: امريكا ستره شېطانه ده او د ستمبر د يولسمې نېټې د پېښې په شان واقعاتو نه په خپله ګټه استفاده كوی او همدارنګ نن غواړی چې په نړۍ د اسلامی بېدارۍ له واقعات هم د خپلو اهدافو لپاره استعمال كړی.
په دغو مظاهرو كښې ګډون كوونكو د امريكې او اسرائيلو په خلاف د نعرو په وهلو سره د امريكې او اسرائيلو بېرغونه وسوزول او د دغه او داسې نورو ګستاخانه اقداماتو شاته یې د دغو دواړو شېطانانو لاس وبالۀ.
د مظاهرو په اخېره كښې په يو پرېكړ ليك كښې د نړۍ ټولو مسلمانانو نه د اتحاد او اتفاق په غوښتلو سره له هغو اسلامی او عربی هېوادونو څخه چې امريكې ته تېل وركوی دغه هېواد ته د تېلو د بندولو غوښتنه وكړه.
1101408
captcha