IQNA

د فرانس د مسلمانانو شورا په دغه هېواد كښې د ګستاخانه كارټونونو بيا نشرول وغندل

21:16 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415531
نړيواله ډله: د فرانس د مسلمانانو شورا CFCM د يوې بيانیې په جاری كولو سره نن د وږی د مياشتې په ٢٩ نېټه په دغه هېواد كښې په ((چارلی هېډو)) هفت روزه مجله كښې يو ځل بيا د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه كارټونونو خپرېدل په سختۍ سره وغندل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د لبنان چاپ ((الانتقاد)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د فرانس د مسلمانانو د شورا مشر سيد محمد موسوی څرګنده كړه: مونږ د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې دا ګستاخی په سختۍ سره غندو او د فرانس له ټولو مسلمانانو څخه غواړو چې د دغه ګستاخانه اقدام په وړاندې دې له زغم نه كار واخلی.
د پېرس د ستر جومات متولی دليل بوبكر هم مسلمانان ارامښت ته راوبلل او تاكيد یې وكړ چې په چارلی هیډو مجله كښې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې له ګستاخۍ د ډكو كارټونونو يو ځل بيا خپرېدل واقعاُ چې يوه ډېره دردونكې واقعه ده او د اسلامی نړۍ قهر او كركه به په ځان پسې ولری.
هغۀ وويل د داسې ډول ګستاخانه اقداماتو د مخنيوی لپاره د څه ډول قانونو د نيشتوالی په وجه دا څپه ورځ په ورځ زياتېږی.
د يادونې ده چې چارلی هیډو هفت روزې په ٢٠٠٦ كال كښې هم د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې له ګستاخۍ نه د ډكو كارټونونو په چاپ كولو سره د نړۍ د مسلمانانو قهر او غصه راپارولې وه نن د وږی د مياشتې په ٢٩نېټه يو ځل بيا دغه دردونكے اقدام تكرار كړ.
1102013
captcha