د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت الله خامنه ای دښمنانو پروړاندې د ايرانی ملت درېدنې ته په اشارې سره ټينګار وكړ چې نن ورځ هم د ايران اسلامی جمهوريت په صحنه كې د پراخه برخې په اخيستو سره دهیڅ قدرت خبره او غوښتنه نه منی كه څه هم چې دټولې نړی قدرتونه له دې پريكړو غوسه هم شی .بيا هم يوآځې دهيواد او ملت په مشوره پريكړه كوی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت الله خامنه ای دا دې دريو لسيزو له لوړو ژورو ترڅنګ دې له پرمختګونو او خوځښتونو ډكو دريو لسيزې په ارامی خوشحالی ستونزو او مشكلاتو سره د يوځای والی په اساس د قرانكريم د مباركو ايتونو ترجمانې وبللې اوزياته یې كړه د سيمې په ځينو هيوادونو كې اسلامی ویښتيا يوه مباركه پیښه ده خو د ايران امت اسلامی انقلاب د ژورتيا پراختيا او آرمان پوره كېدو لپاره له مخې د خاصو ځانګړ نو لرونكی دی.
ښاغلی حضرت ايت الله خامنه ای د اسلامی انقلاب له شعارونو، ارمانونوګېرد چاپيره دټولو خلكو يووالی او وحدت ،په ټول هيوادكې انقلاب غوړېدا دمبارزې په ميدان كې سرښيندونكی مومنې پرګنې داسلامی انقلاب دځانګړنوپه ډول يادې كړې اوزياته یې كړه: ځينو هيوادونو انقلاب كړی چې په دې ورځو كې د امريكا د فشارونو او دباوونو له امله ځينې له خپله دریځه په شاتګ كوی .
هغه ډول چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود څرګنده كړه: د وخت په تېرېدا سره به بيلابيلو برخوكې له هغې جملې د اسلامی ولس واكی او خپل واكی د ارمانونو مفهوم له مخې ډېر روښانه شوی اود دې ټولو كلونو په اوږدوكې حركت په هم دې اساس دوام موندلی دی.
په تل پاتې كېدا كې د فشارونو او ګواښونوپر وړاندې د اسلامی جمهوری نظام د وجود محكم والی د هغو ارمانونوپه وجه ده چې د اسلامی انقلاب د رهبر په وينا د اسلامی انقلاب د پرمختګ ریښتينی مصداق او د ځایګاه لوړېدل دی.
په رښتيا هم په همدې دليل چې هرڅومره اسلامی نظام ځواكمن شوی دی د منتخب نظام د نسكورولو په برخه كې دښمنان ناهيلی شوی او په ځلونو په ډيری مواردو كې په ناهيليتوب بدل شوی له كوم شك پرته دا يو تر بلې ورځې زياتيدونكی ځواك، له انقلاب څخه د خلكو ټينګ ملاتړ درلودل او د دښمن پروړاندې د ټولو يعنې خلكو او مسئولينو ټينګ درېدلو پايلې دی چې دا ټول د اسلامی انقلاب د داغ نه مننې او بنسټيزې ټينګتيا څرګندونه كوی.
دا پداسې حال چې د ايران د ملت ویښتيا د بيلابيلو علومو او تكنالوژی په برخه كې پرمختګونه هم له ځانه سره درلودلی دی چې سوله ييزلګښت لپاره داتومی سونګ موادو دبشپړ څرخ ځايی كيدل چې ترډېره دفكر وړ نه ؤ په دې ډول برخوكې دايران داسلامی جمهوريت دپرمختګونو ښه بېلګه ده نوله دې مخې د اسلامی انقلاب واقيعتونو په اړه خبرې دانكار وړ نه دی چې نه په خوله او شعار سره بلكه عينی او دانكار نه و ړ واقيعت لری .
په حقيقت كې دښمنانوته ايران دملت څرګند پيغام دفشارونو پروړاندې مقاومت او درېدل دی دتپل شوې جګړې پروسه او له سختو ستونزو دايرا په برياليتوب سره تېرېدل چې دايران دملت په بريا تمامې شوې اوله هغې وروسته بيا دعلم او تكنالوژی په لور ګام اخيستل چې وېې كولای شول دايران دتاريخ ګڼ شمير په شاپاتې كېدنې جبران كړی اوددې ادعاتاييدونكی دی . همداوس هم د دښمنيو او بنديزونو د كړيو سختول او دعلمی پرمختګونوپروړاندې دلويدیځ كار ړنګونې له هغو سپكونكو هڅو څخه دی چې د ايرانی ملت ددښمن د كمزورتيا او بندون سره د مخامخ كيدو څرګندويی كوی د ايران ملت چې په سمه توګه یې بېرته خپله لاره موندلې او پيژندلې ده چې له كوم شك په دې وخت كې به هم فشارونو او ګواښونوته تسليم نشی خو ددښمنانو دچل او فريب په برخه كې به هم غفلت ونكړی
له همدې امله د پرمختګونو او كار په برخه كې په خپلو توانمنيو دايرانی ملت تكيه او هڅې اوهمدغه راز ددفاع په برخه كې د خپلو توانمنيو د ځآیګاه دلوړېدو او ددښمن دچلونوپه ستونزمنېداو ګواښونوپروړاندې به يوه لحظه هم غفلت ونكړی.
1101831