IQNA

د اسلامی بيدارۍ په لاره كښې د محصلينو د قرآن په بين المللی مقابلو كښې د حاضرو كسانو سره د ارتباط لازموالے

22:47 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415556
د قرآنی كارونو ډله: د ايران د پوهنتونی جهاد مشر ووئيل: هيله من يو چې په راتلونكی وخت كښې په يو ارتباط كښې چې د مسلمانو محصلينو د قرآن په بين المللی سياليو كښې د ګډون كونكو سره به ئې ولرو، وكړې شو په مسلمانو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ لپاره زمينه برابره كړو.
د پوهنتونی جهاد د طرحې رئيس محمدحسين يادگاری د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: له نيكه مرغه د مسلمانو محصلينو د قرآن بين المللی مقابلې كال په كال او دوره په دوره د تيرو كلونو او دورو په نسبت پرمختللی او ښې شوې دی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د مقابلو كيفی چلن ترقی كړې او سږ كال دغه پرمختګ د نورو مواردو نه علاوه ځان د ګډون كونكو هيوادونو د شمير په برخه كښې هم وښودۀ او په وړومبنۍ دوره كښې د ٢٥هيوادونو څخه په څلورمه دوره كښې د ګډون كونكو شمير ٥٢هيوادونو ته رسيدلے دے.
دوی د ايكنا سره د خپلو خبرو په يوه بله برخه كښې څرګنده كړه: هيله من يو چې په راتلونكی وخت كښې په هغه ارتباط او اړيكه كښې چې د دغو سياليو د غوره كسانو سره مو درلود، په مسلمانو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ او غورځنګونو لپاره زمينه برابره كړې شو. 1101932
captcha