د پوهنتونی جهاد د طرحې رئيس محمدحسين يادگاری د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: له نيكه مرغه د مسلمانو محصلينو د قرآن بين المللی مقابلې كال په كال او دوره په دوره د تيرو كلونو او دورو په نسبت پرمختللی او ښې شوې دی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د مقابلو كيفی چلن ترقی كړې او سږ كال دغه پرمختګ د نورو مواردو نه علاوه ځان د ګډون كونكو هيوادونو د شمير په برخه كښې هم وښودۀ او په وړومبنۍ دوره كښې د ٢٥هيوادونو څخه په څلورمه دوره كښې د ګډون كونكو شمير ٥٢هيوادونو ته رسيدلے دے.
دوی د ايكنا سره د خپلو خبرو په يوه بله برخه كښې څرګنده كړه: هيله من يو چې په راتلونكی وخت كښې په هغه ارتباط او اړيكه كښې چې د دغو سياليو د غوره كسانو سره مو درلود، په مسلمانو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ او غورځنګونو لپاره زمينه برابره كړې شو. 1101932