د اسلامی مؤتلفه ګوند د بين المللی چارو مرستيال حميدرضاترقی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د ملګرو ملتو سازمان ته د جمهوررئيس سفر ته په پام سره د هغو مهمو محورونو په هكله چې د ملګرو ملتو د سازمان په عمومی اسمبلۍ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د دریځونو په توګه مطرح كيدې شی، ووئيل: زما په باور، غوره دا ده چې په دغه سفر كښې څو مهمو چورليزونو ته اشاره وشی، وړومبې محور د نړۍ لپاره د صالحې او ناصالحې مشرۍ د فرق بيانول دی.
ترقی څرګنده كړه: د تعقيبونې دوم مهم محور د ناپيئلو د غورځنګ د دې دورې د مشر په توګه په ايران كښې د دغه غورځنګ د بيانیې د مصوباتو تعقيبونه ده چې پكار دی د غورځنګ دغه مصوبات او بيانيه د ملګرو ملتو د سازمان لخوا په جدی توګه تعقيبه شی.
ترقی څرګنده كړه: دريم محور هم د اسلام خلافو قدرتونو ته نصيحت دے چې پوه شی چې د اسلام سره د هغوی مخالفت او مقابله د بشری فطرت خلاف كار دے او دغه طاقتونه نشی كولې په نړۍ كښې اسلام ته د ګروهنې د څپې سره مقابله وكړی او مبارزې ته راپاڅی او بهتره ده چې د اسلام د ماهيت او د انسان د ژوند لپاره د اسلام د برنامې اوپروګرام مطالعه او پكښې غور وكړی او هسې دې د اسلام سره د مقابلې او ضديت په لټه كښې نه وی. 1101471