IQNA

((پيغمبراعظم(ص) ))نومې فسټيول په بين المللی كچه ترسره كیږی

22:46 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415560
د هنر ډله: د پيغمبراكرم(ص) نومی وړومبی مجازی او هنری فسټيول منشی د دغه ملی فسټيول ترسره كيدو ته په اشارې سره ووئيل: د اسلامد د ګران قدره پيغمبر(ص) د شخصيت په نسبت د سپكاوی نه د ډك فلم د خپريدو د پیښې نه وروسته مو فيصله وكړه چې دغه فسټيول سږ كال په بين المللی توګه جوړ كړو نو ځكه بين المللی هنری آثار هم قبلوؤ.
د پيغمبراكرم(ص) په نامه د وړومبی هنری او مجازی فسټيول منشی عبدالمجيدشريف زادۀ د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې ووئيل: د دغه فسټيول د بلن ليك د خپريدو له وخته مو دا فيصله كړې وه چې د ترسره كيدو په وړومبۍ دوره كښې ئې په ملی توګه جوړ كړو او له نيكه مرغه د بلنې د خپريدو له وخت نه تراوسه پورې مو په تيره بيا د تجسمی هنرونو په برخه كښې د پام وړ هركلے وليد.
دۀ ووئيل: هغې دړدونكې پیښې ته په پام سره چې په دې وروستيو كښې رامينځته شوه او د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) د شخصيت په نسبت له سپكاوی نه ډك فلم خپور شو او له هغه ځايه چې د آثارو د رالیږلو د نیټې وروستۍ ورځې دی، دا فيصله وشوه چې سږكال دغه فسټيول په بين المللی سطحه ترسره كړو.
نو په دې موخه د پيغمبراعظم(ص) په موضوع سره د نړۍ له هيوادونو څخه هنری آثارو ته سترګې په لاره يو.
د وئيلو ده چې د ((پيغمبراعظم(ص) )) په نامه وړومبې مجازی او هنری فسټيول د تجسمی هنرونو، نمايشنانه ليكنې، موسيقۍ او تحقيق په څلورو برخو كښې ترسره كیږی او مينه وال په دې فسټيول كښې د ګډون د شرايطو په باب د خبريدو لپاره www.payambar-festival.ir انټرنیټی سائیټ ته مراجعه كولې شی. 1101313


captcha