IQNA

په لاهور كښې د امريكې د بيرغ سوزيدنه او د ((لبيك يا رسول الله)) بيرغ رپيدل

22:46 - September 19, 2012
د خبر لمبر: 2415561
سياسی ډله: د پاكستان د پنجاب صوبې د مركز لاهور ښار مسلمانانو د پيغمبراكرم(ص) په هكله د سپكاوی نه د ډك فلم په جوړيدو او خپريدو باندې په اعتراض كښې په يو لاريون كښې په دغه ښار كښې د امريكې په قونصلیټ كښې د دغه هيواد بيرغ سوزوۀ او د هغې پرځائې ئې د لبيك يا رسول الله بيرغ ولګوۀ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه اعتراضی لاريون پرون د پاكستان د وحدت مسلمين نومی تنظيم په همت د ګڼ شمير شيعه طلابو، محصلينو، دينی پوهانو او عالمانو په شتون سره ترسره شو چې پكښې د امريكې بيرغ راكوز كړې شو او وسوزول شو.
په دغه لاريون كښې اعتراض كونكو د امريكې د قونصلیټ مخې ته د ((مرګ پر امريكا)) ، ((مرګ پر اسرائيل)) ، ((لبيك يا رسول الله)) ، (( او د شيعه او سنی دښمنه، امريكا)) شعارونه وركړل.
د مظاهرو په دوام كښې پوليس د علماؤ او معترضانو سره ونښتل او حتی يوشمير اعتراض كونكې د ډزو او د اوښكی بيونكی ګيس د پاشل كيدو باوجود قونصلیټ ته ورننوتل او د امريكې بيرغ ئې وسوزوۀ.
د وئيلو ده چې د پاكستان حكومت د دغه هيواد د مسلمانو خلكو او عالمانو او دينی پوهانو پراخو اعتراضونو ته په پام سره همهغه شان د سترې شيطانې يعنې امريكې سره د ښو اړيكو په ساتلو باندې ټينګار لری. 1101775

captcha