د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايرنا خبری اژانس یې نقلوی چې د ملګروملتونو سرمنشی بان كی مون پرون له خبريالانو سره په مركه كښې په تير وخت كښې د اسلامی پرضد له سپكاوی ډكو كارټونو خپريدا ته په اشارې سره وويل مونږ له هغو كسانو څخه چې نفرت رامينځته كولو ته لمن وهنی او يا له سپكاوی ډك كارټونونه خپروی كركه اعلانوو او د دنيا په سويه د زغم د زياتيدا او د احساساتو په بيانولو كښې له تاوتريخوالی د ډډه كولو غوښتنه كوو.
د ملګروملتونو مشر د بيان او مذهب ازادۍ د انسانو د حقوقو بنيادی برخه وبلله او زياته یې كړه د بيان ازادۍ بايد د يو شمير كسانو لخوا په غلطه توګه استعمال نشی.
په امريكا كښې د اسلام د ګران پيغمبر پرضد له سپكاوی د ډك فيلم له خپريدا وروسته د ايران د اسلامی جمهوريت په شمول په ټوله دنيا كښې د امريكا پرضد د مسلمانانو اعتراضونه او مظاهرې زياتې شوی دی.
امريكا او اروپايی هيوادونه تل د مسلمانانو په تيره بيا د پيغمبر اكرم حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم سپكاوی كوی حال دا چې مسلمانانو تر اوسه د هیڅ مذهب كه هغه عيسايت وی، هندوايزم ، بودايزم وی وغيره وغير وی سپكاوی نه دی كړی.
1103267