د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د تقليد ستر مرجع آيتالله العظمی سبحانی د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم پر ضد د فيلم جوړيدا ته په اشارې سره وويل د اسلام پرضد د فيلم د جوړونكو او د هغه د ملاتړو يعنی امريكا او صهيونيسټ رژيم پرضد په ټوله دنيا كښې د خلكو كركه ورځ په ورځ زياتیږی.
په قم ښار كې د تقليد ستر مرجع آيتالله العظمی سبحانی په دې خبرې سره چې د امريكا د دغه فيلم مفاسد له شيطانی ايتونو كتاب ډير زيات دی.
د تقليد ستر مرجع آيتالله العظمی سبحانی زياته كړه چې امريكا د بيان د ازادۍ په نوم د دغه فيلم ډايريكټر او د هغه عواملو ته وركړی ده وښودله چې امريكا د بيان د ازادۍ په نوم سره د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم او نورو الهی انبيا ته د سپكاوی لاره خلاصه پریښودلی ده.
د ايران دغه ستر مذهبی عالم وويل كه چيرې د امريكا او صهيونيسټ رژيم مشران فكر كوی چې د اسلام د ګران پيغمبر سپكاوی د بيان ازادۍ ده او په مقابل كښې د هولو كاست په باره كښې څه ويل جرم ګڼل كیږی نو بيا معلومیږی چې هغوې كاملا بې عقله دی.
1102745