IQNA

په پاكستان كې امريكايی ضد مظاهرې په تاوتريخوالی واوښتې

19:27 - September 20, 2012
د خبر لمبر: 2415894
نړيواله ډله: نن هم د پاكستان په بيلابيلو سيمو كې په امريكا او فرانسه كې د اسلام د سپكاوی له امله پراخې مظاهرې تر سره شوې او د دې فلم او كاريكاتورونو د خپرونكو د مجازاتو غوښتنه ېې وكړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايرنا خبری اژانس یې نقلوی چې د پاكستان په بيلابيلو سيمو كې په امريكا او فرانسه كې د اسلام د سپكاوی له امله پراخې مظاهرې تر سره شوې.
په راپور كې راغلی مظاهره كوونكو غوښتل چې د امريكا د سفارت انګړ ته ورننوځی چې له پوليسو سره ونښتل او په دې نښته كې څو تنه ټپيان هم شول.
امنيتی ځواكونو د خلكو د تيت پرك كولو په موخه له هوايی ډزو او اوښكې بهوونكو ګازونو هم كار واخيست.
د اسلام آباد په ډيرو برخو كې كلك امنيتی تدابير نيول شوی. هم دا راز نن په لاهور، راولپنډۍ، كراچۍ او كویټه كې هم امريكايی ضد مظاهرې وشوې او د امريكې، فرانسې او صهيونيستی رژيم بيرغونه وسوځول شول.
http://irna.ir/fa/News/377443/خارجی/تظاهرت_ضد_آمريكايی_در_اسلام_آباد_به_خشونت_كشيده_شد

captcha