IQNA

په كابل كې د امريكې او صهيونيستی رژيم پر ضد مظاهرې روانې دی

19:27 - September 20, 2012
د خبر لمبر: 2415895
نړيواله ډله: نن د كابل زرګونو خلكو او محصلينو د فرانسې په يوه مجله كې اسلام ته د سپكاوی او د يوه امريكايی صهيونيستی فلم د خپريدو په اعتراض كې په پراخو لاريونونو لاس پورې كړئ چې لا اوس هم دوام لری.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اوا خبری اژانس یې نقلوی چې د كابل زرګونو خلكو او محصلينو د فرانسې په يوه مجله كې اسلام ته د سپكاوی او د يوه امريكايی صهيونيستی فلم د خپريدو په اعتراض كې په پراخو لاريونونو لاس پورې كړې.
په راپور كې راغلی د كابل ځوانان مرګ پر امريكا، مرګ پر فرانسه او مړه دې وی صهيونيستان شعارونه وركوی او د الله اكبر نعرو د كابل په آسمان كې انګازې جوړې كړې دی.
مظاهره كوونكو هم دا راز د امريكا اسرائيلو او فرانسې بيرغونه هم وسوځول.
د ويلو ده چې فرانس نن د دې هيواد په يوه مجله كې اسلام ته د سپكاوی له امله په ۲۰ اسلامی هيوادونو كې خپل سفارتونه او مدرسې تړلې او په ډيرو اسلامی هيوادونو كې د امريكې سفارتونه هم تړل شوی او امريكا خپلو ښاريزو ته د احتياط خبردارئ هم وركړئ دئ.
http://www.avapress.com/vdcdjf0o.yt0nx6a22y.html


captcha