IQNA

د سپكو كارټونونو خپرونكې فرانسوۍ مجلې ويب سائیټ هيك شو

20:53 - September 20, 2012
د خبر لمبر: 2415935
بين المللی ډله: د ((چارلی هبډو)) په نامه فرانسوۍ مجلې ويب سائیټ چې د پيغمبراكرم(ص) پرخلاف ئې له سپكاوی نه ډك كاريكاټورونه خپارۀ كړی وو، په دغه كار باندې د اعتراض كونكو لخوا هيك كړې شو.
د اماراتو د الاتحاد ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د (چارلی هبدو) نشرئې يو وياندوی اعلان وكړ چې يوه ډله هيكرانو د ځائی وخت د سهار له ٥بجو څخه دغه سائیټ ته رسائی ناشونې كړې ده او په دغه ويب سائیټ باندې حمله همهغه شان دوام لری.
د دغه رپورټ په اساس، د دغې فرانسوۍ نشرئې د دغه له سپكاوی نه ډك اقدام نه وروسته د دغې مجلې كاركونكو ته ډير زيات پيغامونه لیږل شوی دی چې په دغو ټولو پيغامونو كښې د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی(ص) پرخلاف د دغو كارټونونو د خپرولو لپاره د دغې نشرئې د سردبير د فيصله غندله شوې ده.
دغې مجلې تيركال هم يوشمير سپك كارټونونه خپاره كړی وو چې دغه كار د فرانسې او اروپا د مسلمانانو د پراخو اعتراضونو د رامينځته كيدو سبب شو. 1102588
captcha