د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری چينل یې نقلوی چې په هغې ډيپلوماټيكې سيمې ته چې د امريكا او نورو اروپائی هيوادونو سفارتونه پكښې موجود دی د تلو هڅه كوی خو پوليسو ئې مخه نيولې ده او دا هم ويل شوی چې د امريكا سفارت ډيپلوماټان د پاكستان پوليسو له سفارته په چورلكو كې بل ځای ته منتقل كړی دی.
يو بل راپورهم ښيئ چې په اسلام اباد كې د ناامنيو په دليل آسټراليا هم خپل سفارت تړلی دی دغه راز نورو اروپائی هيوادونو هم خپلو ښاريزو ته سپارښتنه كړې چې په عمومی ځايونو كې دې له شتونه ډډه وكړی.
دا په داسې حال كې دی چې په هم دا وروستيو كې د اسلام د ګران پيغمبر په شان كې د امريكائی صهونيسټی ګستاخ فلم له خپريدو وروسته په درستې نړۍ په تيره بيا د پاكستان په كراچۍ او نورو ښارونو كې د وحدت مسلمين شورا غړو سترې مظاهرې كړی او تر وروستيو پورې په دغه هيواد كې هم څو كسانو د خپل پيغمبر اكرم په مينې كې ځانونه قربان كړی دی البته د پاكستان پوليس هم هڅه كوی چې د تاؤتريخوالو او د نورو سفارتونو ودانيو ته د تاوانونو د رسولو مخه ونيسی.
يو بل راپورښی د پاكستان په پیښور كې هم په همدې اړه په يوې سترې مظاهرې كې خلك د پوليسو له لاسوهنې سره وپاريدل او په هغه ځای كې موجود دوه سينماګانې یې هم وسوزولې او دغه راز ئې د پوليسو څو ګاډو ته هم اوورونه واچول راپورښئ د پاكستان د پاره چنار، كوهاټ، فيصل اباد، كراچې، لاهور، پنډۍ او اسلام اباد پشمول په نورو لسګونو سترو ښارونو كې له رسول الله بزرګوار سره د عشق د ورځې په مناسبت ستر لاريونونه او مظاهرې شوی او ويل كیږی چې هماغه راز دوام لری.
سرچینه د تهران ریدیو سایـت
1103353