د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجة الاسلام كاظم صديقی نن پخپلو خطبو كې د ايران د اسلامی جمهوريت په ضد د عراق د بعثی رژيم په اته كلن تپلی جنګ كې د ايرانی ځواك قربانيو ته په اشارې سره وويل په سپیڅلی اته كلنې دفاع كې د ايران د ملت قربانی او سرښيندنې د اسلامی ايران په تاريخ كې د بدلانه پيچومی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ټينګار وكړ په دغه اته كلن پړاؤ كې ډيرو هيوادونو له صدام رژيمه په ملاتړ سره د ايران ضد دریځونه درلودل خو داسلامی ايران مبارازانوپه خدای په ايمان سره دحضرت امام خمينی د معجزه رامينځةكونكو لارښونوڅخه په پيروۍ سره په دغه جنګ مې وياړونه راوپنځول او دښمن ئې شاتګ ته اړباسهّ.
هغه په عين حال كې د اسلام ګران پيغمبر په شان كې د امريكائی صهونيسټی فلم ګستاخۍ ته په اشارې سره روښآنه كړه پيغمبر اكرم سپكاوی د ټولو الهی نبيانو سپكاوی او دهغو په شان كې ګستاخی ده ځكه داسلام ګران پيغمبر دټولو خوبيانو ،اخلاقو ، دوستۍ او پاكۍ بيلګه شخصيت دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل د اسلام دين ته د نړۍ د زياتره خلكو له جذبيدا د نړيوال صهونيزم او استكبار غوسه كيدل، له اسلامی انقلابه د سيمې د ملتونو بيلګه اخستل، په اسلامی ویښتيا سره د لويدیځی تالی څټو ديكتاتورانو نسكوريدا او د اسلامی انقلاب په بركت د ايران پرمختګونه اسلامی سپیڅلتياؤ ته د لويدیځ د سپكاويو د دوام لاملونه دی.
هغه هم دا راز د اسلام د ګران پيغمبر په ضد د وروستيو سپكاويو موخه په ملسمانو ملتونو كې د درز رامينځته كول وبلل او زياته ئې كړه ،اسلامی هيوادونه بايد دخپل اتحاد اويووالی په ساتلو سره له نړيوالوټولنو وغواړی د دغه ډول سپكاويو د مخنيوی لپاره دې ضروری اقدامات وكړی ځكه مسلمانان به د دغه ډول كړچار دوام نور ونه زغمی.
1103368