IQNA

بشار اسد: قطر، تركی او عربستا ن په شام كې د ديره ترهه ګرو هر اړخيز ملاتړكوی

20:15 - September 21, 2012
د خبر لمبر: 2416281
نړيواله ډله: د سورئې ولسمشر بشاراسد د عربستان له الاهرام العربی خپرونې سره په مركه كې تركی، قطر او عربستان له امريكا او صهونيسټ رژيم سره يوځای په سورئې كې له ديره ترهه ګرو څخه په مالی او وسله والو ملاتړونو تورن كړل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايرنا خبری اژإنس او د تهران له رادیو سایت یې نقلوی چې د شام ولسمشر ښاغلی بشار اسد وويل سره له دې چې په سورئې كې د وسله والو ترهه ګرو بشپړ ماته وخت ته اړتيا لری خو په پای كې برياليتوب د سورئې ځواك دی.
ښاغلی بشار اسد زياته كړه عربستان ، تركيه او قطر د سيمه ايز ثبات په ځای ترهه ګرو ته وسلې او تجهيزات وركوی او دغه راز ئې روزی څو د سورئې نظام ماتې ته وكاږی او پر خپل تاټوبی د سوریې د حكومت پر حاكميت او فيصلو اغيزې وشيندی خو بريالی به نشی.
د شام ولسمشر هم دا راز ټينګار وكړ د دغه هيواد په ټولنې كې ترهه ګر مجبوبيت نه لری او د خلكو ګټو ته یې تاوانونه رسولی دی او بيخ بينائۍ چې د سورئې د خلكو د خدمت لپاره دی په نښه كوی.
هغه دغه راز ملی خبرې اترې د دغه هيواد د شخړې خورا ښه حل لاره وبلله او روښانه ئې كړه د خبرو اترو دروازې خلاصې دی او د سورئې حكومت د هغو كسانو د بخښلو لپاره چې د خبرواترو په علت وسلې په مځكه كیږدی ډير پلانونه وړاند ې كړی دی په سورئې كې ديره تالی څټی ترهه ګرې د پرديو په ملاتړونو سره له مياشتو راهسې هڅه كوی د دغه هيواد ځينی ښارونه د ناكراريو ډګرونه كړی او هڅه كوی د خلكو په وژلو سره په سورئې كې د بهرنيو لاسوهنو ته لاره هواره كړی خو د سوریې ملت او حكومت په هوښيارۍ او ځيرتيا سره تر دې دمه دغه ټوله دسيسې شنډې كړی دی
378267

captcha